د ایران او افغانستان اړیکې

د ایران او افغانستان اړیکې

افغانستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې نږدې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لرلي. د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته دا اړیکې لوړې کچې ته پورته شوې. 

دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو پراخولو لپاره جدي ګامونه واخیستل. د ډیپلوماټیکو، سوداګریزو او سیاسي تعاملاتو نوې هڅې وشوې. دې هڅو د دواړو هېوادونو اقتصادي ثبات، سیمه‌ ییز اتصال او نړیوال تعامل لپاره مهم ارزښت درلود؛ ځکه ایران د افغانستان د سوداګرۍ یو له مهمو شریکانو دی. دې شریک د اسلامي امارت په حاکمیت کې افغانستان سره سوداګریزه راکړه - ورکړه پراخه کړه. د خوراکي توکو، سون‌ توکو، درملو، ساختماني موادو او صنعتي محصولاتو واردات یې ښه کړل. افغان سوداګرو ته هم فرصت برابر شو، چې خپل تولیدات د ایران له لارې نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

افغانستان د جغرافیوي موقیعت له مخې د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او ختیځې آروپا لپاره د ټرانزیټي دهلېز حیثیت لري. ایران پوهیږي چې له دې جغرافیوي بهترۍ افغانستان څخه ډېره اقتصادي ګټه کولی شي. بل لور اسلامي امارت هم له دې فرصت څخه د ښه مدیریت په موخه هلې - ځلې پیل کړي. د دې هلو - ځلو په ترڅ کې د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول او د چابهار او بندر عباس څخه د صادراتو لپاره کار اخیستل مهم رول لري.

چابهار بندر چې د افغانستان لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، ایران، هند او منځنۍ آسیا په کې له افغانستان سره وصلیږي. د دې بندر له لارې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابریږي، چې خپل صادراتي توکي هند، چین، روسیې او نورو نړیوالو بازارونو ته ورسوي.
د اسلامي امارت له راتګ وروسته د چابهار بندر رول نور هم زیات او د افغان محصولاتو د لېږد بهیر پرې چټک شو. د افغانستان د کانونو لومړنۍ جوپه هم د چابهار بندر له لارې چین ته صادره شوه.

دغه راز د خواف - هرات رېل پټلۍ پروژه چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې کار چټک شو، د افغانستان ټرانزیټي ظرفیت په لوړولو کې مهم رول درلود. د دې پټلۍ له لارې سوداګریز توکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اسانۍ لېږدول کیږي او د افغانستان، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو ارتباط زیاتیږي.
دغه راز د خواف - هرات رېل پټلۍ پروژه چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې کار چټک شو، د افغانستان ټرانزیټي ظرفیت په لوړولو کې مهم دی. د دې پټلۍ له لارې سوداګریز توکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اسانۍ لېږدول کیږي، چې دا د افغانستان سوداګریزو زېربناوو پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام دی. 

دا رېل پټلۍ افغان سوداګرو لپاره د توکو لېږد اسانوي او د افغانستان په ټرانزیټي عوایدو ډېرښت کې مهمه سرچینه جوړیږي.
بل لور د ګمرکاتو له لارې هم د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري زیاته شوې، چې دا دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو لپاره مثبته برخه ده.
د اقتصادي اړیکو ترڅنګ د اسلامي امارت له راتګ وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ ډیپلوماټیک تعاملات هم پراخ شوي. د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو تګ - راتګ زیات شو، چې دا چاره د سیاسي باور جوړونې او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پراخېدو لپاره مهمه ده.

افغانستان ته په دې وروستیو کې د ایران د لوړپوړو چارواکو سفرونه او د سیاسي استازو تګ - راتګ ښيي، چې دواړه هېوادونه د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ژمن دي. 
د اسلامي امارت سیاسي دریځ له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ دی او دا سیاست د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ په پراختیا کې اساسي رول لوبوی شي. د افغانستان او ایران دا اړیکې د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په نوي رشد کې دي. په دې رشد کې د اړیکو ډېره برخه پر سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو متمرکزه ده، خو د سیاسي، امنیتي او ډیپلوماټیک تعاملاتو پراخوالی هم په کې شامل دی.

که دا اړیکې همداسې دوام وکړي، نو افغانستان به د سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو یوه مهمه نقطه وګرځي او ایران ته به هم دا فرصت برابر شي، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي. 
اسلامي امارت باید د مدبرانه سیاست په کولو له متوازنو او هوښیارانه اقتصادي تګلارو کار واخلي، څو افغانستان کولای شي خپلې اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي ګټې خوندي کړي او له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او باثباته اړیکې وساتي.
پای